نړیوال کریکټ

بنګله دیش د زمبابوې څخه په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بریا خپله کړه.

د بنګله دیش او کوربه زمبابوې ترمنځ یوازینۍ ټیسټ لوبه ترسره شوه چې پکې بنګله دیش په ۲۲۰ منډو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې بنګله دیش لومړۍ توپ وهنه وکړه چې ۱۲۶ اورونو کې یې ۴۶۸ منډې وکړې، محمودالله ۱۵۰ ناسوځېدلي او لیټون ډاس ۹۵ زیاتې منډې وکړې، زمبابوې ته مزراباني ۴ لوبغاړي وسوځول.

زمبابوې توپ وهنه پیل کړه چې ۱۱۱.۵ اورونو کې یې ۲۷۶ منډې وکړې، زمبابوې ته کیټانو ۸۷ زیاتې منډې وکړې، بنګله دیش ته مهیدي حسن ۵ او شکیب ۴ ویکټې ترلاسه کړې.

بنګله دیش دوهم ځل توپ وهنه وکړه چې ۶۷.۴ اورونو کې یې د یو لوبغاړي سوځېدو په سر ۲۸۴ منډې وکړې او لوبه یې ډیکلیر کړه او زمابوې ته ۴۷۷ هدف وټاکل شو.

بنګله دیش ته دوهم بیټینګ پاڼۍ یا اننګز کې شهدمن اسلام ۱۱۵ او نجم الحسن ۱۱۷ منډې وکړې.

زمبابوې د ټاکل شوي هدف په تعقیب ۹۴.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۵۶ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۲۰ منډو په توپر وبایلله.

باید یاده کړو چې لدې وروسته به د دوتړو هېوادونو ترمنځ درې شل اوریزه او درې پنځوس اوریزه سیالۍ هم ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې