دلوبغاړو په اړه

ډیویډ وارنر میرمن: دا ځلې د ماتي راکړه،خو راتلوونکي بله لوبه کې حتماً ماتي درکوم

ډیویډ وارنر او میرمن دواړه په تمریناتو کې ځانګړی نوم لري او دوی زیاتره وخت خپل وخت په تمریناتو تیروي.

دا چې ډیویډ وارنر اوسمهال له کرکټ څخه تر یو څه مودې استراحت اخیستی او خپل وخت په کور کې له خپلو ماشومانو او کورنۍ غړو سره یو ځای تیروي.خو نوموړی هلته هم یوازې ناست ندی او هر وخت له خپلې میرمنې سره په سیالیو کې برخه اخلي.

دا ځلې دواړو د منډې وهلو مسابقه ترسره کړه چې په ډیر کم توپیر سره یې ډیویډ وارنر ترې وګټله.خو میرمنې کنډي وارنر یې ژمنه وکړه چې راتلوونکي مسابقه یا سیالي به حتماً له خپل خاوند څخه ګټي.

“له خپل خاوند ډیویډ وارنر سره مو ښه تمرین وکړ.که څه هم ماته یې ماتي را کړه،خو بله لوبه کې به یې حتماً ماتوم.”

د یادونې وړ ده چې دواړه میرمن او خاوند یو له بل سره ډیره مینه لري او د یو او بل په نشتون کې یوه ستره تشه احساسوي او هر وخت په ټولنیزو رسنیو کې یو او بل ته د مینې ډکې افسانې بیانوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې