دلوبغاړو په اړهلیګونه

پاکستانی چټک توپ اچونکی وهاب ریاض د انګلستان هوایي ډګر څخه بېرته پاکستان ته ګرځول شوی دی.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی «وهاب ریاض» د غلطې ویزې له امله انګلستان ته د تګ له امله بیرته پاکستان ته استول شوی دی.

د دونیا نیوز په وینا” کله چې وهاب ریاض انګلستان ته د «سل بالیزه» لیګ کې د ګډون موخه ورسید په هوایي ډګر کې چارواکو هغه ته خبر ورکړ چې هغه په ​​غلطه ویزه لندن ته راغلی، وروسته هغه د وخت کموالي له امله بېرته پاکستان ته راستون شو.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي وویل چې هغه د ویزې پاکیدو وروسته بېرته انګلستان ته سفر کوي.

باید یاده کړو چې د انګلستان لومړی پړاو «سل بالیزه» کرکټ لیګ به د روانې چولاۍ میاشتې په ۲۱ مه نېټه پیل شي چې وهاب ریاض به د «ټرینټ راکټس» لوبډلې په ګټه ولوبیږي.

په دغه لیګ کې د نورو بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ د محمدنبي، راشدخان او مجیب الرحمان په شمول نور افغان لوبغاړي هم ګډون کوي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې