دلوبغاړو په اړه

رمیز راجا: شاداب خان باید د هارډیک پانډیا په څیر شهرت ولري

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او کمینټیټور رمیز راجا وایي،تراوسه پاکستان لوبډله کې د شاداب خان د بیټینګ ارډر معلوم نه شو او نوموړی باید د هندي لوبغاړي هارډیک پانډیا په څیر رول لوبډله کې ادأ کړي.

“زه د شاداب خان د بیټینګ رول په اړه نه پوهیږم.کله چې هغه بیټینګ ته راځي د هغه رول څه شئ دی؟ نه پوهیږم چې هغه یو قوي هېټر دی او که بل داسې څه دی! ښه چانس یې و چې بیټینګ یې کړی وای،ځکه زیات اورونه یې په واک کې درلودل،خو نوموړي بیټینګ په اوسنۍ موده کې له یو سخت پړاو سره مخ دی.ښه ځوان دی او ښه د شاټونو مهارت لري،دا چې نوموړی یې نشي کولای خواشینوونکي ده.نوموړی باید په لوبډله کې داسې رول ادأ کړي،لکه هندی هارډیک پانډیا یې چې ادأ کوي.”

هارډیک پانډیا د هند کرکټ ملي لوبډلې یو زړور هیټر لوبغاړی شمیرل کیږي او نوموړی هر وخت توانیدلی چې خپله لوبډله تر بریاوو وراسوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې