نړیوال کریکټ

د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ په لومړۍ لوبه کې کوربه وسټ انډیز استرالیا لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د کوربه ویسټ انډیز او استرالیا ترمنځ د پنځو شل اوریزه سیالیو لومړۍ لوبه ترسره شوه چې پکې ویسټ انډیز په ۱۸ منډو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې استرالیا د ټاس «پچه» ګټلو وروسته کوربه ویسټ انډیز ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، ویسټ انډیز د لوبې «۲۰» اورونو کې د ۶ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۴۵ منډې وکړې او استرالیا دپاره «۱۴۶» هدف وټاکل شو.

ویسټ انډیز ته لینډل سیمونز ۲۷ او انډري رسل په ۲۸ توپونو د درې څلوریزو او پنځه شپږیزو په مټ چټکې ۵۱ منډې جوړې کړې، استرالیا ته جوش هیزلیووډ په ۴ اورونو کې یوازې ۱۲ منډې ورکړې او ۳ ویکټې ترلاسه کړې، ترڅنګ یې میچل مارش هم د ۲۶ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول.

استرالیا د ټاکل شوي هدف په تعقیب لوبه پیل کړه چې د لوبې ۱۶ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۲۷ منډو جوړې کړې او لوبه یې د ۱۸ منډو په توپیر وبایلله.

استرالیا ته میتیو وایډ ۳۳ او میچل مارش ۵۱ زیاتې منډې جوړې کړې، ویسټ انډیز ته عبیدمککی ۴ او هایډن ولیش ۳ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی عبید مککی اعلان شو، د پنځو شل اوریزه سیالیو په لړۍ کې ویسټ انډیز یو صفر مخکې شو، د دواړو هېوادونو ترمنځ به دوهمه شل اوریزه لوبه سبا د جولاۍ ۱۱ مه نېټه ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې