دلوبغاړو په اړه

د بنګله دیش پیاوړی لوبغاړی د ټیسټ لوبو څخه استعفاء ورکوي

د بنګله دیش د کرکټ ملې لوبډلي پیاوړی توپ وهونکی محمودالله ریاض غواړي د ټیسټ کرکټ څخه نوره استعفاء ورکړي.

د ایسفایف کریک اینفو د خبر له مخې محمودالله دا پریکړه ورورسته له هغه کوي، چې بنګله دیش او زیمبابوی ملې لوبډلي ترمنځ د یوازنۍ ټیسټ لوبي دریېمه ورځ جریان درلوده.

خو د محمودالله دې پریکړي د بنګله دیش د کرکټ بورډ نجم الحسن سخت غبرګون پارولی، د هغه په خبره، چې د لوبي په منځ کې داسي پرېکړه کول پر لوبه او لوبغاړه سخت تاثیر لري او د لوبغاړو مورال صعیفه کیږي، حسن وایې د محمود له پرېکړي خبر سوي، چې دا غېري معمولي، نه مننونکی او د احساساتو څخه ډکه پریکړه ده.

حسن وویل، چې د زیمبابوي د سفر څخه دمخه ، محمود الله بنګله دیش کرکټ بورډ ته تایید کړه چې هغه غواړي د بورډ د پالیسۍ د یوې برخې په توګه درې واړه فارمټونو کې ولوبیږي.

حسن وویل: “څلور یا پنځه ورځې مخکې چې دوی زیمبابوي ته لاړل ، موږ له ټولو لوبغاړو څخه وغوښتل موږ ته خبر راکړي، چې دوی غواړي کوم ډول فارمټونه لوبوي. “ریاض لیکلي چې هغه غواړي درې واړه فارمټونو کې لوبي وکړي، د ټیسټ په اړه هغه لیکلي چې که هغه ته فرصت ورکړل شي نو په دې فارمټ کې لوبیږي ، له همدې امله موږ هغه په ​​ټیسټ کې غوره کړ.

د محمود الله دا پریکړه د بنګله دیش کرکټ بورډ له لوري له سخت غبرګونه سره مخ شوه، تراوسه په دې تړاوو رسمي خبر نه دي خپور شوی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې