دلوبغاړو په اړهریکارډونهنړیوال کریکټ

د افغانستان په شمول د ۱۲ هېوادونو لپاره کوم لوبغاړي زیاتې شل اوریزه سیالۍ ترسره کړي دي؟

که څه هم کرکټ ډېره پخوانۍ لوبه ده، خو شل اوریزه فارمټ سیالۍ تقریباً له ۲۰۰۶ م کال وروسته پیل شوې چې شل اوریزه نړیوال جام یې په لومړي ځل «۲۰۰۷ م کال» کې ترسره شو.

نن درته هغه لوبغاړي معریفي کوو چاچې دخپل هېواد په ګټه په تېرو ۱۷ کالونو کې د خپل هېواد لپاره زیاتې سیالۍ ترسره کړي دي.

پاکستان:
د پاکستان لپاره الروانډر لوبغاړي «شعیب ملک» له ۲۰۰۶م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې «۱۱۶» سیالۍ ترسره کړي دي چې بل کوم پاکستاني لوبغاړي په دومره سیالیو کې ګډون ندی کړی.

همدغه راز د هندوستان لپاره روهیت شرما «۱۱۱»، د انګلستان لپاره ایون مورګن « ۱۰۵»، د نیوزیلینډ لپاره روس ټایلر او مارټین ګوپټل هر یو ۱۰۲- ۱۰۲ سیالۍ ترسره کړي دي.

د ایرلینډ لپاره کین اوبراین «۹۶»، د بنګله دیش لپاره محمودالله «۸۹»، د سویلي افریقا لپاره ډیویډ مېلر «۸۶»، د سریلانکا لپاره لاسیت مالېنګا «۸۴» او ویسټ انډیز لپاره کیرون پولارډ «۸۴» زیاتې سیالۍ ترسره کړي دي.

د افغانستان لپاره الراونډر محمدنبي غسی خیل له ۲۰۱۰ م کال راهیسې ټولټال «۸۱» شل اوریزه سیالیو کې ګډون کړی چې تر بل هر افغان لوبغاړي یې زیاتې سیالۍ لوبولي دي.

د استرالیا لپاره ډیویډ وارنر «۸۱» او سکاټلینډ لپاره برینګټون ۶۱ زیاتې شل اوریزه سیالۍ د خپل هېواد په ګټه لوبولي دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې