دلوبغاړو په اړه

تازه: د عمر اکمل پر کور پرید شوی او د وژلو هڅه یې شوي ده.

د پاکستان رسنیو په وینا چې د پاکستان کریکټر عمر اکمل پر کور برید شوی دی چې پولیسو یې په تور دوه کسان نیولي او د پولیسو مرکز ته یې لیږلي دي.

د پاکستان یو خصوصي تلویزیون «اې ار وای» نیوز په وینا چې د عمر اکمل په کور برید او د وژلو هڅه شوې وه، وروسته نوموړي پولیسو ته زنګ وهلی دی چې دوه کسان یې نیولي دي.

عمر اکمل پولیسو ته د ویډیو شواهد وړاندې کړې دي، د عمر اکمل له شکایت وروسته دواړه کسان نیول شوي او د پولیسو مرکز ته یې لیږدول شوي دي.

عمر اکمل د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د فساد له امله ۱۸ میاشتې د هر ډول کرکټ بندیز سره مخ شوی و چې ترڅنګه یې ۴۵ لکه پاکستانی کلدارې نغدي جریمه هم ورکړه.

نوموړي ته محکمې ۶ میاشتې سزا معاف وکړه چې اوس مهال تازه کورني کرکټ ته راستون شوی دی، معلومه نده چې په نوموړي برید علت څه دی.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې