دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بنګله دیشي فاسټ بالر تسکین احمداو د زمبابوې فاسټ او مزراباني جریمه شول.

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي تسکین احمد او د زمبابې کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي مزراباني تیره ورځ په سيالۍ کې د ای سي سي د مادې او قوانینو څخه د سرغړونې له کبله هر یوه د لوبې پنځلس سلنه د فیس په ورکولو جریمه شول.

دواړو لوبغاړو ترمنځ تیره ورځ د لوبې په ۸۵م اور کې ځینې خبرې تبادله شوي وې چې د کرکټ له اصولو خلاف کار وشمیرل شو او له همدې کبله دواړه لوبغاړي د لوبڅارانو لخوا جریمه اعلان شول.

دواړو لوبغاړو هم خپلې تیروتنې منلې او ژمنه یې وکړه چې په راتلوونکي کې به ورته پيښې نه تکراروي.

دواړه لوبغاړي چې لدې وړاندې يې په تیرو ۲۴میاشتو کې د ای سي سي قوانینو څخه کومه سرغړونه نه وه کړې،د سزا یوه،یوه نمره هم ورکړل شوه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې