افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

افغانستان راتلونکي پنځوس اوربزه نړیوال جام ته مستقیماً د ګډون کولو چانس لري.
دا چې څنګه، په لیکنه کې یې ولولئ.

د هندوستان په کوربتوب ۲۰۲۳ کال نړیوال پنځوس اوریز جام سيالیو ته د لار موندنې پړاو سيالۍ په ۲۰۲۰ کال کې د ای سي سي لخوا منظورې شوې.

په همدې خاطر کرکټ نړیوالې شورا د ټولو هغو ۳۲ لوبډلو لپاره چې پنځوس اوریز نړیوال جام ته د لار موندنې صلاحیت لري،مهال ویش هم ورکړ چې ټولې لوبډلې به یو له بل سره درې پنځوس اوریزې سيالۍ پخپل کوربتوب او د خپل کور د باندې ترسره کوي.
له یاد لیګ پړاو سيالیو ترسره کیدلو وروسته به یوازې لس لوبډلې نړیوال جام ته لار پیدا کوي.

دا چې زیاترو هیوادونو نیمايي لوبې هم پای ته رسولې،که سيالیو ته وکتل شي،په اوسني وخت کې د سويلي افریقې لوبډلې د ځينو سيالیو بایللو وروسته د ورلډ سوپر لیګ جدول کې ۱۳م مقام له ځان سره لري.که چیرې یاده لوبډله څو سيالۍ نورې هم وبايلي،وبه نشي کولای چې نړیوال پنځوس اوریز جام ته مستقیما لار پيدا کړي.

سويلي افریقا لوبډله راتلوونکي کې له داسې لوبډلو سره سيالیو کې مخ کيږي چې ټولو زیاتره لوبې ګټلي او له دوی څخه به د لوبو ګټل د سويلي افریقا لپاره اسان نه وي.

که چیرې افغانستان لوبډلې مهال ویش ته نظر وکړو،ياده لوبډله د اسټرالیا،نیوزیلینډ او افریقا په څير پیاوړو لوبډلو سره په ورلډ سوپر لیګ پړاو کې نه مخ کیږي،له همدې کبله یې نړیوال پنځوس اوریز جام ته په مستقیمه توګه د وتلو چانس زیات دی.

افغانستان لا وړاندې د ایرلینډ څخه د ورلډ سوپر لیګ درې سيالۍ ګټلي، د افغانستان سکیجول له مخې له پاکستان، سریلانکا، زمبابوې، هالینډ، اسټرالیا، انډيا، بنګله دېش سره سيالۍ لري،چې نسبت د ځينو ډیرو لوبډلو په وړاندې د سيالیو ګټل چانس زیات لري.

که چيرې افغانستان په یوه لوبه کې بنګله دېش ته ماتي ورکړي،د هند په کوربتوب د ۲۰۲۳ کال نړیوال پنځوس اوریز جام سيالیو ته نیغ په نیغه د وتلو چانس ډير زیات لري.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې