بهرني لوبغاړيمقالې

کرکټ؛ درې حوصیله ناکه لوبغاړي، خبریاست چې څوک دي؟

کرکټ یوه له حوصله ناکه لوبو څخه ده او په دې لوبه کې لوبغاړي باید په ډېري حوصلې، دماغي او فکر سره لوبه ترسره کړي.

په دې لیکنه کې موږ درې داسي لوبغاړي درپېژنو، چې د کرکټ په ډګر کې یې هر وخت په حوصلې او خندا سره لوبه ترسره کړي دي او لوبډله یې تر بریا پوري رسولي دي، په دې لړ کې په لومړي ځای کې د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلي لوبغاړي هاشم امله شتون لري، چې ډېر حوصلیه ناکه او اخلاقي لوبغاړي  دی، یاد لوبغاړی په ټيسټ لوبو کې اوس د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلي لپاره یو پیاوړی لوبغاړی دی، ډېر وخت د ملې لوبډلي لپاره په فکر لوبه کوي.

دوهم ځای کې د سریلانکا د کرکټ ملې لوبډلي پخوانی لوبډلمشر کمارا سنګکارا شتون لري، هغه د اسیا په سطحه یو له پیاوړو توپ وهونکو څخه وو، چي په ۲۰۱۵ کال کې یې له هر ډول کرکټ سره مخه ښه وکړه، کمارا په نړیوال کرکټ کې ۲۵۰۰۰ پوري منډي جوړي کړي وی، هغه په ۴۰۴ یو ورځنیو لوبو کې ۱۴۲۳۴ منډي کړي دي، یاد لوبغاړي په خپل لوبیز ژوند کې هیڅ ډول احساسات نه دي ښکاره کړي.

او په دریېم ځای کې د د ویسټ انډيز د کرکټ ملې لوبډلي لوبغاړی کریس ګیل، چې یو وخت د کرکټ په نړۍ کې د شپږیزو باچا ورته ویل کېدل اوس یې پر لوبو د زیات عمر په خاطر ډېره اغېزه سته، دا لوبغاړی یو له اخلاقمندو لوبغاړو څخه دی او هیڅ وخت د بل لوبغاړي سره خوشکه نه کوي او هر وخت په خندا او ټوکو سره لوبه مخې ته بیا یې، ۴۰ کلن ګیل اوس هم د خپلې ملې لوبډلي په ګټه لوبیږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې