افغانستان کریکټمقالې

پنځه لوبډلي، چې په لوبه کې زیاتې منډي په شپږیزو ترسره کوي، افغانستان په ښه مقام کې دي

کرکټ کې په زیات شمېر قوي لوبډلي شته، چې په دې کې یې زیاتره لوبډلي په لوبه کې خپلې منډي په شپږیزو ترسره کوي، افغانستان هم یو له پیاوړو لوبډلو څخه ده، چې په شل اوریزه لوبو کې له ۲۰۱۸ کال څخه راوروسته یې په لوبه کې زیاتې منډي په شپږیزو ترسره کړي دي.

موږ په یاده لیکنه کې پنځه هغه لوبډلي درپېژنو، چې له ۲۰۱۸ کال څخه یې بیا تراوسه پوري په شل اوریزه لوبو کې یې په لوبه کې زیاتې منډي په شپږیزو ترسره کړي دي، په لومړي ځای کې د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډله شتون لري دا لوبډله توانېدله، چې په ۳۸ لوبو کې ۳۴.۹ سلنه په لوبه کې شپږیزي ترسره کړي.

په دوهم ځای کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډله شتون لري دا لوبډله توانېدلې، چې له ۲۰۱۸ کال څخه بیا تر اوسه پوري په ۲۳ شل اوریزه لوبو کې ۳۲.۳ سلنه په لوبه کې شپږیزي ووهي، په دریېم ځای کې د نیوزلینډ د کرکټ ملې لوبډله شتون لري، دې لوبډلي په ۴۳ لوبو کې ۲۹.۶ سلنه شپږیزي په لوبه کې ترسره کړي دي.

په څلورم ځای کې د انګلستان کرکټ ملې لوبډله شتون لري، دې لوبډلې په ۳۸ شل اوریزه لوبو کې ۲۴.۸ سلنه توانېدلې، چې په یوه لوبه کې شپږیزي ترسره کړي او په پنځم ځای کې د هندوستان کرکټ ملې لوبډله شتون لري، دې لوبډلي په ۴۹ شل اوریزه لوبو کې ۲۴.۴ سلنه شپږیزي په لوبه کې ترسره کړي دي.

دا پنځه هغه لوبډلي وې، چې له ۲۰۱۸ کال څخه یې بیا تراوسه پوري په شل اوریزه لوبو کې په لوبه کې زیاتې منډي په شپږیزي ترسره کړي وې.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې