نړیوال کریکټ

پاکستان د دریو یو ورځینۍ سیالیو لړۍ په لومړۍ لوبه کې له سختې ماتې سره مخ شو.

د کوربه انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځینیو سیالیو لړۍ لومړۍ لوبه ترسره شوه چې پکې پاکستان له یو طرفه لوبې وروسته له سختې ماتې سره مخ شو.

په سیالۍ کې انګلستان د ټاس ګټلو وروسته پاکستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، پاکستان لوبه داسې مهال پیل کړه چې مهم لوبغاړي بابر اعظم او امام الحق یې دواړه په صفر-صفر د لاسه ورکړل.

پاکستان ۳۵.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۴۱ منډې وکړې چې فخرزمان ۴۷ تر نورو ډېرې منډې وکړې، انګلستان ته ثاقب محمود ۴ لوبغاړي وسوځول.

انګلستان ټاکل شوی په اسانۍ سره د لوبې ۲۱.۵ اورونو کې د یو لوبغاړي سوځېدو په سر ترلاسه کړ، ډیویډ ملان ۶۸ او زوک کرولي ۵۸ ناسوځېدلي منډې وکړې.

ثاقب محمود چې ۴ لوبغاړي سوځولي وو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو، ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د لړۍ دوهمه لوبه سبا د جولاۍ ۱۰ مه نېټه ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې