دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

مجیب ځدراڼ انګلستاني توپ اچونکي ته: ښه پیل ثاقبه بچای!

د انګلستان او پاکستان ترمنځ په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې پاکستانۍ لوبډله د انګلستاني توپ اچوونکو لخوا له سخت فشار سره مخ شوه.

د انګلستان لپاره ثاقب محمود و،چې د پاکستان کرکټ لوبډلې بیټینګ لاین یې تس نس کړ او په لومړي اور کې یې امام الحق او بابر اعظم ته صفرونه کيښودل.

ثاقب محمود پخپلو لسو اورونو کې یو مېډن اور ترسره کړ،د ۴۲ منډو په بدل کې یې څلور لوبغاړي وسوځول د سیالۍ غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

نوموړي ته د ښې کارکردګۍ په اساس د نړۍ ډیرو کرکټرانو ترڅنګ ځینو افغان لوبغاړو هم مبارکي ورکړي ده.

په هغې یو مجیب الرحمان هم و،چې پخپله انسټګرام پاڼه یې د ثاقب محمود تصویر سره یو ځای لیکلي:” زبردست پیل دې وکړ ثاقبه پچای!”

پاکستان کرکټ لوبډلې ونشول کولای چې پوره پنځوس اورونه ولوبوي او یاده لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو (۳۵،۲) اورونو کې ۱۴۱ منډې جوړې کړې او یو اسانه هدف یې انګلستان ته ورکړ.

انګلستان یاد هدف د لوبې په ۲۲م اور کې د یوه لوبغاړي په سوځیدو ترلاسه او په نهو ویکټو یې بریا خپله کړه.

دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه یو ورځنۍ لوبه د جولای په لسمه نېټه ترسره شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې