دلوبغاړو په اړهمقالېنړیوال کریکټ

له ۲۰۱۷ م کال وروسته د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځینیو سیالیو لپاره «۱۰» لوبډلمشران ټاکل شوي دي.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې څخه چې پخواني مهم لوبغاړي تللي دي له هغې راهیسې یې د لوبډلې نوم او بریاوو څرک کم رنګه شوی دی.

که څه هم چې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې یو وخت د کمار سنګاکارا، مهیلاجیو ورډانه، او تلکرتني دلشان په شتون کې د نړۍ په کچه نوم درلوده او ماتول یې له ستونزو خالي نه وو.

خو د دوی له تګ وروسته سریلانکا یوه کمزوري لوبډله شمېرل کیږي چې د دغه هېواد کرکټ بورډ یې د بریاوو څرک د لوبډلمشر په بدلون کې لټوي.

سریلانکا کرکټ ملي له ۲۰۱۷م کال راهیسې د پنځوس اوریزه فارمټ لپاره «۱۰» لوبډلمشران اعلان کړي دي خو له یې د لړیو ګټلو څرک نشته.

له ۲۰۱۷ م کال راهیسې اوپل ترنګا، انجلو میتیوس، چمیرا کپوګېدره، لاسیت مالینګا، تیسرا پریرا، دانیش چندینمال، ډیموت کرونار رتني، لاهیرو تهرماني، کوشال پریرا او ډاسون شناکا هغه لوبغاړي دي چې د یو ورځینیو سیالیو لپاره لوبډلمشران اعلان شوي دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې