دلوبغاړو په اړهمقالې

سبا کریم: د ډوهني او نورو پخوانیو تقاعد شویو کرکټرانو لباس شمارې هم باید تقاعد کړل شي.

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کرکټر سبا کریم وایي،دا چې مهندراسینګ ډوهني او نور د کرکټ پخواني لوبغاړي چې اوسمهال د کرکټ د لوبو څخه لاس په سر شوي او تقاعدۍ یې اعلان کړي دي،د دوی د تقاعدۍ ترڅنګ دې د هغوی لباس شمارې هم له کرکټ څخه تقاعد کړل شي او هغوی ته د احترام په خاطر دې په لوبو کې نورو لوبغاړو ته د هغوی شارټ نمبر د استعمالولو اجازه ورنکړل شي.

د سبا کریم په وینا،ډوهني او نورو پخوانیو لوبغاړو چې د هند لپاره یې سترې بریاوې او لاسته راوړنې راوړي او د مینه والو په زړونو کې اوس هم ځانګړی ځای لري،د هغوی د شرټ نمبرو تقاعد د هغوی ته د احترام په خاطر ترسره شي.

سبا کریم وویل:” زما په نظر بي سي سي ای دې نه یوازې د ایم ایس ډوهني شرټ نمبر،بلکې د نورو هندي پخوانیو افسانوي لوبغاړو د شرټ یا دریشي نمبر له ځان سره محفوظ وساتي او نورو لوبغاړو ته اجازه ورنکړل شي چې د لوبو پر مهال د هغوی د لباس شماره په تن کړي.”

د سبا کریم څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي چې د جولای اوومه نېټه د مهندراسینګ ډوهني د کلیزې ورځ وه او نوموړی ۴۰ کلنۍ ته واوښت.

ډوهني اووم نمبر شرټ یا کمیس شماره لدې کبله غوره کړي وه،چې د اوومې میاشتې په اووم تاریخ نوموړی زیږدلی و او ځکه خو یې د لوبو پر مهال (۷م) نمبر کمیس اغوسته.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې