لیګونه

راپورونه: ممکن د سریلانکا کورنۍ سیالۍ لغوه شي

تازه داسي راپورونه ورکړل شوي، چې ممکن د سریلانکا کورنۍ سیالۍ د بهرني لوبغاړو په لوبو کې د نشتون له امله بیا لغوي شي، ځکه، چې د سریلانکا کورنیو سیالیو پر مهال به بهرني لوبغاړي په خپلو هیوادنیو لوبو بوخت وي.

د انسایډ سپورټ د راپور پر اساس د سریلانکا کرکټ بورډ دوی ته تائیده کړې ده، چې دوهم پړاو سریلانکا کورنۍ سیالۍ د بهرني لوبغاړو د نشتون او په لوبو کې د نه ګډون په خاطر لغوه کیږي، خو په دې تړاوو لا تر اوسه رسمي خبر نه دي خپور شوی.

د یادو لوبو د لغوه کېدو خبرونه پرداسي مهال خپریږي، چې دا لوبي د جولای میاشتې په ۳۰مه نېټه پېلېدې  او د اګسټ میاشتې په ۲۲مه نېټه پای ته رسېدې، بل لور ته په یاد لیګ کې درې لوبډله د لیګ څخه بهري شوی او په لوبو کې د لوبېدو اجازه نه ورکول کیږي.

د یادونی ده، چې یادو لوبو ته دا ځل اتو افغان لوبغاړو هم نوم لیکنه ترسره کړې وه، چې له ډلې یې اصغرافغان، محمدشهزاد، نجیب الله ځدران، نوین الحق، عثمان غني، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی او قیس احمد شامل وه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې