دلوبغاړو په اړه

د سریلانکا د توپ وهنې روزونکی په کرونا اخته شوی

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکی ګرنټ فلؤر په کرونا اخته شوی دی.

د سریلانکا کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې نوموړی د انګلستان هیواد څخه د لوبډلې سره د راستانیدو وروسته په نوموړي کې د کرونا ناروغي تشخیص شوي ده.

سریلانکا کرکټ بورډ په وینا،نوموړی د انګلستان څخه د راستانیدو وروسته له هغه څخه د کرونا ټیسټ سمپل اخیستل شوي وو او د پي سي ار ټیسټ د پایلې د اعلان وروسته د نوموړي کرونا پایله مثبته اعلان شوي ده.

سریلانکا لوبډلې د انګلستان دوره په ښه مورال پای ته ونه رسوله او یاده لوبډله د کوربه هیواد لخوا په سیریز کې په کلین سويپ سره بیرته سریلانکا ته ستانه کړل شوه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې