لیګونه

د ایل پي ایل یوې بلې لوبډلې قرارداد هم فسخه شو

کریکبز ویب پاڼې ته د سریلانکا کرکټ بورډ ځینو سرچینو تایید کړې چې د لنکا پریمیر لیګ یوې بلې لوبډلې قرارداد هم ترې اخیستل شوی او یاده لوبډله به لنکا پریمیر لیګ سیالیو کې شتون ونلري.

د کریکبز ویب پاڼې د معلوماتو له مخې چې یاده لوبډله جفنا سټالینز لوبډله ده چې پانګه اچوونکی یا سپانسر یې د یوه هندي اتباع لخوا په مخ وړل کیده.

تراوسه ښکاره نده چې ولې ایل پي ایل څخه یاده لوبډله اخراج کړل شوي ده،خو ویل کیږي چې یادې څانګې هم د سریلانکا کرکټ بورډ شرایط نه وو پوره کړي او دوی ته یې پیسې نه وې تحویل کړې.

د یاد لیګ څخه د جفنا لوبډلې په ویستل کیدو سره،دا د کولمبو کینکز او ډمبولا ویکنکز لوبډلو وروسته دریمه لوبډله شوه چې د یاد لیګ څخه اخراج کیږي او د سریلانکا کرکټ بورډ لخوا ورسره تړون پای ته رسول کیږي.

سریلانکا کرکټ بورډ ویلي،ډیر ژر به دوی د یادو لوبډلو په ځای د نوو لوبډلو سره قراردادونه اعلان کړي.

لنکا پریمیر لیګ لومړي پړاو کې پنځه لوبډلې ګېل ګلډیئټرز،جفنا سټالینز،کولمبو کینکز،کنډي ټاسکرز،ډمبولا ویکنکز شاملې وې.د جفنا سټالینز لوبډلې مشري تیسارا پریرا په غاړه درلوده.

ټاکل شوي چې دوهم پړاو “لنکا پریمیر لیګ” سیالۍ به د روانې جولای میاشتې په ۳۰مه نېټه د سریلانکا په همبنټوټا ښار د مهیندا راجا پاکسا نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل چې د اګسټ میاشتې تر ۲۲مې نېټې به دوام وکړي.

یاد لیګ ته افغان لوبغاړو هم نوم لیکنه کړي ده.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې