دلوبغاړو په اړه

حامد شینواری له راشدخان څخه سترې هیلې لري.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رئیس حامد شینواري په هند کې د افغانستان له سفیر فرید ماموندزي سره په ځانګړي بحث کې وویل،چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د راشدخان په کپتانۍ کې د نړیوال شل اوریز جام په “بي” ګروپ کې د خپلو سیالانو په وړاندې ښې لوبې ترسره کوي.

افغانستان په نړیوال شل اوریز جام کې په “بي” ګروپ کې له هندوستان،انګلستان او سویلي افریقا په څیر لوبډلو سره قرار لري چې د یادو لوبډلو څخه لوبې ګټل به د افغانستان لپاره آسانه نه وي.

خو حامد شینواري وویل،یادو سیالیو ته دوی پوره چمتوالۍ لري او هیله یې څرګنده کړه چې لوبډله يې شل اوریزه پارمټ کې د ښو لوبو ریکارډ لري او باوري دی چې دوی ته به ماتي ورکوي.

د یادونې وړ ده چې د حامد شینواري په راتګ سره په ملي لوبډله کې ځینې تغیرات رامنځ ته شول چې د پخواني کپتان اصغر افغان په ځای حشمت الله شهیدي د اوږدو پارمټونو د لوبو کپتان انتخاب شو او د شل اوریزو لوبو لپاره راشدخان د ملي لوبډلې د نوي کپتان په توګه اعلان شو.

د کرکټ بورډ وروستي ګامونه په ټولنیزو رسنیو کې هم له توند هرکلي سره مخ شوي،خو لا هم مینه وال وایي،زیات کارونه شته دي چې بورډ یې باید له ولس سره شریک کړي.

د مینه والو په وینا،د نورو هیوادونو بورډونو ته په کتو سره دوی هر وخت د خپلو لوبغاړو د معاش کلني مرکزي تړونونه اعلانوي،خو افغان کرکټ بورډ تراوسه دغه کار ندی کړئ.

مینه وال تاکید کوي چې افغان کرکټ بورډ باید د ملي لوبډلې لپاره له سترو لوبډلو سره سیالۍ برابرې کړي،تر څو د افغان کرکټ لوبغاړو تجربې ورسره زیاتې شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې