دلوبغاړو په اړهریکارډونهنړیوال کریکټ

بابر اعظم یو بل بدنام او منفي ریکارډ په خپل نوم ثابت کړ چې تراوسه هېڅ پاکستاني لوبډلمشر نه و ثبت کړی.

د کوربه انګلستان او پاکستان ترمنځ د «ورلډ کپ سوپر لیګ» په چوکټ کې د درې یو ورځینیو سیالیو لړۍ لومړۍ لوبه ترسره شوه چې پاکستان له یو طرفه لوبې وروسته په ۹ ویکټو ماتې ومنله.

پداسې حال کې چې د انګلستان درې مهم لوبغاړي ایون مورګن، عادل راشید او جوني بریسټو په کرونا د اخته کېدو له امله له سیالۍ بهر شول پرځای یې نور ځوان لوبغاړي لوبډله کې اعلان شول.

د پاکستان خلاف لومړۍ یو ورځینۍ لوبه کې فل سالټ ، زیک کرولي ، لوئس ګریګوري ، براډین کارس او جان سمپسن هغه ځوان لوبغاړي دي چې د لومړي ځل لپاره یې نړیوال کرکټ ترسره کړ او بین سټوکس لوبډلمشري وکړه.

د نوو لوبغاړو په راتګ د پاکستان د ګټلو هیلې زیاتې شوې خو ځوانانو هرڅه ورته برعکس ثابت کړل او شرماناکه ماتې یې ورکړه.

په دغه سیالۍ کې پاکستانی لوبډلمشر «بابر اعظم» یو منفي ریکارډ هم ثبت کړ چې تراوسه بل هېڅ پاکستاني لوبډلمشر نه و ثبت کړی.

نوموړي چې پرونۍ سیالۍ کې په صفر «0» ویوځېدۀ د کرکټ درې واړه فارمټو کې په صفر سوځېدل ثبت کړل، لدې وړاندې هېڅ پاکستانی لوبغاړی د لوبډلمشرۍ پرمهال په درې واړه فارمټو کې په صفر نه و سوځېدلی.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې