ریکارډونهنړیوال کریکټ

پوهیږئ چې پاکستان د انګلستان څخه سیریز په ګټلو سره کوم ریکارډ جوړولای شي؟ دلته یې ولولئ.

ټاکل شوې ده چې د انګلستان په کوربتوب د کوربه انګلستان او پاکستان ترمنځ د دریو پنځوس اوریزه او دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ ترسره شي پیل یې نن د جون ۸ مه نېټه کیږي.

پاکستان وروسته له هغې د انګلستان خلاف سیالیو د ګټلو هیلې زیاتې شوې چې د انګلستان درې مهم لوبغاړي لوبډلمشر ایون مورګن، جوني بریسټو او عادل راشید د کرونا له امله د پاکستان خلاف درې یو ورځینیو سیالیو څخه بهر شول.

که پاکستان لوبډله د انګلستان څخه د یو ورځینیو سیالیو لړۍ ګټي نو دا به د پاکستان کرکټ په تاریخ کې له ۴۶ کلن ځنډو وروسته لومړی ځل وي چې د انګلستان څخه په خپل کور کې لړۍ ګټي.

پاکستانی کرکټ لوبډلې له «۱۹۷۴» کال وروسته له انګلستان څخه په خپل کور کې د یو ورځینیو سیالۍ لړۍ نده ګټلي.

که چېرته پاکستان لوبډله انګلستان ته درې صفر ماته ورکړي نو د کرکټ نړیوالې شورا «ورلډ کپ سوپر لیګ» په درجه بندۍ کې به لومړی مقام ترلاسه کړي.

د ورلډ کپ سوپر لیګ په درجه بندۍ کې اوس مهال انګلستان د ۶ سیالۍ په ګټلو سره لومړی، بنګله دیش د ۵ سیالۍ په ګټلو سره دوهم، پاکستان د ۴ سیالۍ په ګټلو سره دریم، استرالیا څلورم، نیوزیلینډ پنځم او افغانستان شپږم مقام لري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې