مقالېنړیوال کریکټ

ټیسټ چیمپن شپ چې تېره میاشت د نیوزیلینډ په اتلوالۍ سره پای ته ورسېده راتلونکي میاشت بیا پیلیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په لومړي ځل د ټیسټ چیمپین شپ په ۲۰۱۹م کال کې رامنتځه شو چې د ۲۰۲۱م کال جون میاشت کې د نیوزیلینډ په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدۀ.

په دغه ټورنمینټ کې د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» ټول بشپړ غړي هېوادونه پرته له ایرلینډ، افغانستان او زمبابوې لوبډلې برخه واخیسته.

بنګله دیش، ویسټ انډیز، سویلي افریقا، استرالیا، نیوزیلنډ، هندوستان، پاکستان، سریلانکا او انګلستان هغه «۹» هېوادونه دي چې د ټیسټ چیمپین شپ په تېر او راتلونکي پړاو کې برخه اخلي.

دوهم پړاو ټیسټ چیمپین شپ به د روان کال راتلونکي اګست میاشت کې د هندوستان او کوربه انګلستان لوبډلو ترمنځ په پنځو ټیسټ سیالیو سره پیل شي چې تر ۲۰۲۳م کال به دوام وکړي.

دوهم پړاو ټیسټ چیمپین شپ کې تر ټولو زیاتې سیالۍ انګلستان ته «۲۲» خو تر ټولو کمې سیالۍ بنګله دیش ته «۱۲» ورکړل شوي دي.

دوهم پړاو ټیسټ چیمپین شپ کې به انګلستان ۲۲، هندوستان ۱۹، استرالیا ۱۸، سویلي افریفا ۱۵ ټیسټ سیالۍ ترسره کړي، پداسې حال کې چې نیوزیلینډ، پاکستان، سریلانکا او ویسټ انډیز به ۱۳-۱۳ او بنګله دیش به ۱۲ ټیسټ سیالۍ ترسره کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې