نړیوال کریکټ

ویسټ انډیز د استرالیا خلاف لوبډله اعلان کړه چې شیلډن کوټرل، شمرون هیټمیر او روسټن چیس بېرته لوبډلې ته رستانۀ شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د ویسټ انډیز په کوربتوب د استرالیا او ویسټ انډیز ترمنځ درې یو ورځنۍ او پنځه شل اوریزه سیالۍ ترسره شي چې ویسټ انډیز د یو ورځینیو سیالیو دپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

د ویسټ انډیز سلیکشن کمېټې په لوبډله کې شمرون هیټمیر، شیلډن کوټر او روسټن چیس ته چانس ورکړی دی.

ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د درې یو ورځنۍ سیالیو پیلیزه لوبه د جولاۍ په ۲۱ مه نېټه ترسره شي، چې ورپسې به د جولاۍ په ۲۳ مه او ۲۵ مه نېټه دوهمه او دریمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کړي.

د ویسټ انډیز لوبډله:

کیرون پولارډ «لوبډلمشر»، شای هوپ ، فابین الن ، ډیرن براوو ، روسټن چیس ، شیلډن کوټریل ، شمرون هیتمیر ، جیسن هولډر ، اکیل هوسین ، الزاری جوزف ، ایوین لیوس ، جیسن محمد ، انډرسن فیلیپ ، نیکولاس پوران ، روموری شپورډ.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې