نړیوال کریکټ

له ۲۰۰۷ کال څخه بیا تر ۲۰۱۶ کال پوري د نړیوال شل اوریزه جام ګټونکي لوبډلي

د کرکټ نړیوالي شورا لوري د شل اوریزه نړیوال جام په لومړي ځل په ۲۰۰۷ کال کې ترسره شو، چې په هغه کال کې د دې جام لومړی ځل وو.

دلته په دې لیکنه کې موږ هغه لوبډلي درپېژنو، چې له ۲۰۰۷ څخه یې بیا تراوسته پوري نړیوال جام ګټلي وي، په ۲۰۰۷ کال کې د نړیوال شل اوریزه جام ګټونکی لوبډله د هندوستان کرکټ ملې لوبډله شوې ده، چې یاده لوبډله بیا نه ده توانېدلې، چې له هغه وروسته د نړیوال شل اوریزه جام ګټونکې شي.

نړیوال شل اوریزه، چې له ۲۰۰۷ کال څخه وروسته په ۲۰۰۹ کال کې بیا ترسره شو، دا ځل د دې نړیوال جام ګټونکی ټيم د پاکستان لوبډله شوه، چې دا لوبډله هم بیا وروسته نه ده توانېدلې، چې د دوهم ځل لپاره د دې جام ګټونکې شي.

له ۲۰۰۹ کال څخه وروسته نړیوال شل اوریزه جام بیا په ۲۰۱۰ کال کې ترسره شو، چې په دې کال کې د انګلستان کرکټ ملې لوبډله وتوانېده، چې د ۲۰۱۰ نړیوال شل اوریزه جام په خپل نوم کړي، دا لوبډله بیا نه ده توانېدلې، چې یاد جام وګټي، په ۲۰۱۲ کې د دې جام څلورم پړاوو ترسره شو، دا ځل یې اتلولي د ویسټ انډيز لوبډلي په خپل نوم کړه، ۲۰۱۴ کال پنځم پړاوو نړیوال شل اوریزه جام د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلي په خپل نوم کړ.

او له هغه وروسته یې شپږم پړاوو په ۲۰۱۶ کال کې ترسره شو، چې ډیره جالیبه پایلوبه یې د انګلستان او ویسټ انډيز کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایلوبه کې ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلي انګلستان ته ماتې ورکړه او پایلوبه یې په خپل نوم کړه.

د دې جام اووم پړاو په ۲۰۲۰ کال کې ترسره کېدئ، چې د کرونا له امله له ځنډ سره مخ شو او اوس په روان کال کې د اکټوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه پېلږي او د نومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه پای ته رسیږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې