مقالېنړیوال کریکټ

سریلانکا بورډ به د هندوستان سره له سیالیو څخه ۱۲ میلیون ډالر عواید ترلاسه کړي

سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي ډي سیلوا ویلي،د هندوستان په وړاندې د راتلوونکو یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو څخه چې د جولای میاشتې له ۱۳مې نېټې پبلیږي،بورډ به یې د یادو سیالیو څخه ۱۲ میلیون امریکایي ډالر عواید ترلاسه کړي.

نوموړي ویلي،لومړیو کې یوازې پنځوس اوریزې لوبې وې،خو له هند کرکټ بورډ سره د خبرو وروسته یې شل اوریزې لوبې هم له دوی سره برابرې کړې چې پدې سره شپږ میلیونه عواید هم ورسره زیات شول.

د ډي سیلوا په وینا،دوی په روان کال کې د زیاتو سیالیو کوربتوب په پلان کې درلوده،خو کرونا ویروس یې پلان خراب کړئ دی.

نوموړي دا هم وویل،چې د کرونا له کبله پدې سخت چاپیریال کې یې د لوبغاړو معاشونو کې هم کمښت ندی راوستلی.

نوموړي په لوبغاړو غږ وکړ چې خپلو سیالیو ته دوام ورکړي او د بورډ سره ستونزه پای ته ورسوي.

د یادونې وړ ده چې د سریلانکا کرکټ بورډ او د لوبغاړو ترمنځ د همدې پیسو په سر ستونزه را ولاړه شوې.لوبغاړي وایي بورډ ترې خپل کلني معاش کې نیمایي پیسې کټ کوي چې دا دوی ته د منلو وړ نده او له همدې کبله نوی مرکزي تړون هم نه لاسلیک کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې