دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د کرکټ نړیوالې شورا یو ورځینیو سیالیو درجه بندي او په ټاپ «۱۰۰» توپ وهونکو کې د ۷ افغان لوبغاړو مقامونه.

د کرکټ نړیوالې «ای سي سي» تېره ورځ په یو ورځینیو سیالیو کې د لوبغاړو تازه درجه بندي اعلان کړه چې پکې یو شمیر افغان لوبغاړو پرمختګ کړی دی.

د الراونډرانو برخه کې چې موده وړاندې محمدنبي له دوهم مقام څخه دریم مقام ته ښکته شوی و بېرته یې دوهم مقام ترلاسه کړ او انګلستانی بین سټوکس یې دریم مقام ته ښکته کړ.

د توپ وهونکو په برخه کې بابراعظم لومړی، ویراټ کوهلي دوهم، روهیت شرما دریم، روس ټایلر څلورم، ارون فینچ پنځم، جوني بریسټو شپږم، فخرزمان اووم، فاف ډوپلیسس اتم، ډیویډ وارنر نهم او شي هوپ لسم مقام کې قرار لري.

په سلو «۱۰۰» غوره توپ وهونکو کې رحمت شاه ۴۶ ، محمدشهزاد ۵۷ ، نجیب الله ځدراڼ ۶۲، حشمت الله شهیدي ۶۵، محمدنبي ۶۸، اضغر افغان ۷۲، راشدخان ۹۲ او ګلبدین نایب ۹۷ مقام لري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې