دلوبغاړو په اړه

دا ځلې افریدي په سلیکشن کميټې انتقادونه وکړل

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني الراونډر لوبغاړي شاهدخان افریدي د پاکستان کرکټ بورډ په غوراوي کمېټې سختې نیوکې وکړې او ویې ویل،چې په ملي لوبډله کې یو لوبغاړی یوازې په یوه یا دوو لوبو کې د ښو ځلیدو وروسته انتخابیږي،چې دا به د پاکستان کرکټ لوبډلې د آینده لپاره ستر زیان را منځ ته کړي.

نوموړي وویل،په اوس وخت کې ملي لوبډلې ته تګ ډیر اسانه دی،یوه ښه لوبه وکړه او مستقیما په ملي لوبډله کې لوبیږه.

“په ملي لوبډله کې لوبیدل آسانه دي،پي ایس ایل یا بله لوبه کې ښه وځلیږه او بس نور د ملي لوبډلې استازیتوب کاوه.”

شاهد خان افریدي زیاته کړه،یو لوبغاړی چې ملي لوبډلې ته انتخابیږي،باید ټاکوونکي ډالګۍ یې هغه معیارونه چې ملي لوبډلې ته تګ لار ثابتوي،وارزوي او له هغې وروسته لوبډله کې جذب شي.

دده په وینا،چې اوس کوم لوبغاړي مستقیما په یوې یا دوو ښو لوبو سره ملي لوبډله کې چانس ورکول کیږي،دا د سلیکشن کمیټې کمزوری مدیرت په ګوته کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې