دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بنګله دیشي چټک توپ اچونکي «تسکین احمد» حیرنونکي توپ وهنه ترسره کړه.

د بنګله دیش او زمبابوې ترمنځ یواځینۍ ټیسټ لوبه پرون د جولاۍ ۷ مه نېټه پیل شوه چې بنګله دیش په لومړي وار توپ وهنې سره «۴۶۸» منډې وکړې.

که څه هم د بنګله دیش مهمو لوبغاړو خاص لوبه ونکړه چې مشفیق الرحیم په ۱۲ او شکیب الحسن په ۳ منډو وسوځېدل.

خو ترڅنګ یې مومین الحق ۷۰ او لیټون ډاس ۹۵ منډې وکړې، تر ټولو حیرنونکي لوبه چټک توپ اچونکي تسکین احمد وکړه چې د ۱۱ څلوریزو په مټ یې په ۱۳۴ توپونو ۷۴ منډې وکړې.

زمبابوې د خپلې توپ وهنې لړۍ پیل کړه چې پاتې معلومات به افغان کریک انفو په راتلونکو راپورونو کې درکړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې