دلوبغاړو په اړهمقالې

یوه وخت د پرویز مشرف لخوا ډوهني ته مشوره ورکړل شوي وه،خو هغه نه وه منلې

یوه نیمه لسیزه وړاندې د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان مهندرا سینګ ډوهني د پاکستان خلاف په پاکستان خاوره کې زبردستې لوبې کړي وې او د سیالیو غوره لوبغاړی هم اعلان شوی و.

ډوهني هغه مهال چې کله نړیوال کرکټ ته راغی،اوږده ويښتان یې درلودل.د پاکستان خلاف په لوبه کې هم نوموړي اوږده ويښتان درلودل او ښه لوبه یې ترسره کړه.

یاده لوبه چې د لاهور قذافي لوبغالي کې ترسره شوي،په ۴۶ توپونو یې ۷۲ منډې جوړې وې.

د سیالۍ وروسته هغه مهال د پاکستان لومړي وزیر پرویز مشرف لخوا ستایل شوی و.ددې ترڅنګ پرویز مشرف،ډوهني ته مشوره ورکړي وه چې له اوږدو ويښتانو سره ډیر ښه ښکارې او لنډ یې نه کړې.

خو د یو څه مودې وروسته ډوهني د پرویز مشرف مشهوره ونه منله او خپل ویښتان یې لنډ کړل او ترواسه یې بیا اوږده ويښتان ندي پريښودلي.

د جولای اوومه نېټه د نوموړي د زوکړې ورځ ده او ۴۰ کلنۍ عمر ته واوښت.

د نوموړي د زوکړې د ورځې په مناسبت د نړۍ ګڼو اوسنیو او پخوانیو کرکټرانو هغه ته مبارکۍ او نیکې هیلې وړاندې کړي دي.

سوریش رېنا چې د ډوهني تر ټولو ډیر نږدې ملګری شمیرل کیږي او ان دواړو په یوه ورځ له نړیوال کرکټ څخه تقاعدۍ اعلان کړي وې،هغه ته د زوکړې ورځې په مناسبت لیکلي:” کلیزه د مبارک شه،تاسو زما لپاره د ورور،ملګري او استاد په څیر یاست،ډیر څه مو در څخه زده کړي،خوښ او خوشحاله ژوند ولرې.”

ډوهني د کرکټ په ډګر کې یو نامتو لوبغاړی شمیرل کیده او نوموړي به زیاتره وخت په لوبو کې (۷) نمبر شرټ یا کمیس ددې لپاره اغوسته چې د هغه د زوکړې ورځ د اوومې میاشتې اوومه نېټه وه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې