دلوبغاړو په اړه

که مهیلا جي ورډهني د سریلانکا نوولس کلنې لوبډلې روزونکی وټاکل شي،ښه پریکړه به وي.

د سریلانکا ځايي رسنۍ خبر ورکوي چې ممکن د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تجربه کاره لوبغاړی مهیلا جي ورډهني د سريلانکا نوولس کلنو څخه کم عمره کرکټ لوبډلې مشاور روزونکی وټاکل شي.

د یادو رسنیو د معلوماتو له مخې چې مهیلا جي ورډهني هم د نوولس کلنو لوبډلې د روزونکي دندې ته دلچسپي ښودلي ده.

د سریلانکا کرکټ بورډ یوه چارواکي بيا لدې بې خبري ښودلي،خو ویلي دي که داسې کار وشي دا به د سریلانکا کرکټ لپاره یو ستر زیری وي.

مهیلا جي ورډهني هغه تجربه کاره روزونکی شمیرل کيږي چې دده په شتون کې ممبۍ انډيانز لوبډلې څو ځلې د ای پي ایل سيالیو اتلوالۍ خپلې کړي دي.

سریلانکا کرکټ بورډ کې د داخلي ستونزو له کبله زیاتره سریلانکايي لوبغاړي نه غواړي چې یادې ادارې سره دنده اجرآ کړي او زیاتره یې د نورو هیوادونو د لوبډلو د روزونکو په حیث دندې اجرآ کوي.

سریلانکا کرکټ ملي لوبډله په اوس وخت کې د ښو روزونکو د نه شتون له کبله نړیوال کرکټ کې ډيره په شا روانه ده.داسې اټکل ورکړل شوی،که چيرې سریلانکا لوبډله نړیوال کرکټ کې همداسې خرابو لوبو ته دوام ورکړي،دوی به ونشي کولای چې نړیوال شل اوریز جام ته هم لاره پيدا کړي.

سریلانکا هغه لوبډله ده چې د بنګله دېش او نورو دوهمو درجه لروونکو لوبډلو سره به یو ځای د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام ته کوالیفای ترسره کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې