دلوبغاړو په اړه

کامران اکمل: وقار یونس د لوبډلې په اړه منفي خبرې نه کوي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د بالینګ یا توپ اچوونې د برخې روزونکي وقار یونس د انګلستان سيالیو سره د سيالیو د پيل وړاندې ویلي وو،چې دوی د انګلستان په کنډیشن کې د باران او اورښت له کبله په کافي ډول تمرینات ترسره نه کړل, خو هیله یې ښودلي وه چې لوبغاړي به یې په سيالیو کې ښه ځلیږي.

خو یادو خبرو ته کامران اکمل غبرګون ښکاره کړئ او ويلي یې دي چې داسې منفي خبرې د سيالیو وړاندې د لوبډلې په زیان دي او وقار یونس باید داسې خبرې ترسره نه کړي چې د لوبډلې په مورال بده اغیزه کوي.

«په کار خو دا ده چې وقار یونس باید د لوبډلې په اړه مثبتې خبرې کړي وای او د لوبډلې د تمریناتو او تیاریو په اړه یې خپل نظر ورکړی وای، خو دا چې یو روزونکی د سيالیو وړاندې د لوبډلې منفي اړخونو خبرې کوي او دا وایي چې د کنډيشن له کبله دوی په سم ډول تمرینات ندي ترسره کړي، دا ښيي چې دغو سيالیو ته چمتوالۍ نه لري.وقار یونس او لوبډلې ته یې په کار دي چې د لوبډلې په مثبتو اړخونو خبرې وکړي.»

ټاکل شوي چې پاکستان کرکټ ملي لوبډله به د انګلستان په دوره کې له کوربه هیواد سره درې پنځوس اوریزې او درې شل اوریزې سيالۍ ترسره کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې