دلوبغاړو په اړه

پېټر ټریګو:هند نیکمرغه دی چې د کوهلي په څير لوبغاړی لري

انګلستاني کرکټر پېټر ټریګو له هندوستان ټایمز سره په ځانګړي مرکه کې ويلي،هندوستان په نړۍ کې یو بهترینه لوبډله ده،بې له شکه چې د یوې داسې پیاوړي لوبډلې مشري ترسره کول هم آسانه کار ندی.

د نوموړي په وینا هندوستان نیکمرغه دی چې د ویراټ کوهلي په څير لوبغاړی او کپتان لري.

دده په وینا،ویراټ کوهلي په ډيرو سختو شرایطو کې بیا هم تسلیم شوی ندی او د خپلې لوبډلې لپاره یې په هر ډګر کې د بریاوو هڅه کړي ده.

«عموما د هند لوبډلې کارکردګۍ ډيرې ښې دي.که چیرې شخصا ویراټ کوهلي ته وګورو.نوموړي په یوازې ځان هم د هند لپاره ښه اننګزونه لوبولي دي.هند نیکمرغه دی چې ددې په څير لوبغاړي لري.په یوې خرابې لوبې سره مونږ نشو کولای چې په ویراټ کوهلي او د هغه په لوبډله انتقاد وکړو.»

پېټر ټریګو د ویراټ کوهلي د هغه نظر سره هم موافقیت وښوده،چې ویلي وو،په یوې ټيسټ لوبې سره د لوبډلې کارکردګۍ نشي معلومیدلی چې ډيرې سيالۍ نه وي.

د یادونې وړ ده چې د ای سي سي ټیسټ چمپيون شيپ سيالیو د پایلوبې د بایللو وروسته د کرکټ ځينو مینه والو لخوا په ویراټ کوهلي انتقادونه شول او زیاترو یې د کرکټ څخه د استعفاء غوښتنه وکړه.

خو ویراټ کوهلي د سيالۍ وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل،چې په یوې لوبې سره اتله لوبډله نشي،نوموړي زیاته کړي وه،که چیرې درې ټيسټ لوبې وای،بیا به اتله لوبډله معلومه شوي وای.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې