دلوبغاړو په اړهمقالې

عمر اکمل: زما غلطۍ د پاکستان کرکټ بدنام کړ، نوموړي د کرکټ مینه والو څخه بخښنه وغوښته.

پاکستان کرکټ بورډ یوه ویډیو خپره کړې چې پکې عمر اکمل د کرکټ مینه والو او پاکستان بورډ څخه بخښنه غواړي.

عمران اکمل په دغه ویډیو کې وایي: ما په ۲۰۲۰م کال کې غلطي وکړه چې ما د مشکوکو خلکو سره اړیکه ونیوله او ما په خپل وخت کې د اداري فساد ضد کمېټې ته راپور نه راکړ.

عمر اکمل زیاتوي چې د دې له امله زه د ۱۲ میاشتو لپاره د هر ډول کرکټ څخه منع شوم، زه منم چې دغه کار د پاکستان کرکټ ته ډیر زیان رسولی دی.

عمر اکمل زیانوي چې زه د پاکستان کرکټ بورډ، خپلې کورنۍ او د کرکټ مینه والو څخه بخښنه غواړم.

باید ووایو چې عمر اکمل په ۲۰۲۰م کال پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د قمار وهونکو سره په اړیکه د ۱۸ میاشتو کرکټ بندیز او ۴۵ لکه پاکستانۍ کلدارې نغدي جریمه شو چې وروسته یې ۶ میاشتې د بند موده کمه شوه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې