دلوبغاړو په اړه

راشدخان: کپتانۍ دندې ته بشپړ چمتو یم،همدا افغانستان دی چې په نړۍ کې شهرت لرم

افغانستان کرکټ بورډ د سې شنبې په ورځ د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د شل اوریزو لوبو نوی کپتان راشدخان اعلان کړ.

د راشدخان ترڅنګ یې کیڼ لاسی هېټر نجیب الله ځدراڼ د مرستیال کپتان په توګه اعلان کړی دی.

د ملي لوبډلې کپتان کیدو وروسته راشدخان ویلي،دا چې اوس د ملي لوبډلې مشر اعلان شوم،خپله دنده به په صداقت سره ترسره کړم.

نوموړي همداشان زیاته کړه،چې همدا افغانستان دی چې له ما څخه یې راشدخان جوړ کړی دی.

“زه پدې زیات یقیني یم چې یو کپتان هغه کپتان وي چې د خپلې لوبډلې لپاره ښه ثابت شي.همدا افغانستان دی چې ماته یې “راشدخان” نوم را کړئ دی او اوس زما دنده دا ده چې د خپل هیواد او لوبډلې لپاره خدمت وکړم.د افغانستان کرکټ بورډ څخه مننه کوم چې په یې باور او یقین وکړ.دا د یو خوب لیدلو سفر دی او د مینه والو ملاتړ به زما لپاره ډیر مهم وي.”

د یادونې وړ ده چې د شل اوریزو لوبو لپاره د راشدخان نومول کیدل په ټولنیزو رسنیو کې هم د مینه والو لخوا ستایل شوی دی او هغه ته یې مبارکۍ هم ورکړي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې