دلوبغاړو په اړه

د سریلانکا لوبډلې پخواني لوبډلشر انجلو میتیوس د تقاعد پریکړه کړې ده.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او الراونډر «انجلو میتیوس» د خپل کرکټ بورډ څخه غوښتنه کړې ده چې هغه اوس مهال د ملي دندې څخه لرې کړي.

سریلانکا کرکټ بورډ چې په ۲۰۲۱ م کال کې د ۳۰ لوبغاړو مرکزي قرار داد اعلان کړ پکې الراونډر انجلو میتیوس هم شامل و، نوموړی د هندوستان دوهمې لوبډلې خلاف سیالیو نوملړ کې هم شامل شوی و چې په غوښتنه یې د اعلان شوي نوملړ څخه لرې کړل شو.

انجلو میتیوس په وروستي ځل د سریلانکا لپاره په مۍ میاشت کې د بنګله دیش خلاف په ټیسټ لوبه کې لوبیدلی و.

انجلو میتیوس د خپل کرکټ بورډ څخه غوښتلي دي چې د شخصي دلایلو له امله یې تر هغې د ملي دندې لرې کړي ترڅو چې نوموړي کوم ځواب ورکړی نه وي.

انجلو میتیوس د تقاعد په حل دی خو ممکن نوموړی پر خپله پریکړه سم غور کوي، داسې معلومیږي چې انجلو میتیوس به د سریلانکا په ګټه وروستۍ لوبې د ۲۰۲۱م کال شل اوریزه نړیوال جام کې ترسره کړي چې ممکن له هغې وروسته تقاعد واخلي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې