دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د زمبابوې دوه مهم لوبغاړي شان ویلیمز او کریګ اریون د بنګله دیش خلاف سیالۍ څخه بهر کړل شول.

د رمبابوې کرکټ ملي لوبډلې دوه مهم لوبغاړي لوبډلمشر شان ویلیمز او کریګ اریون د بنګله دیش خلاف لومړۍ سیالۍ څخه بهر شول.

د زمبابوې کرکټ بورډ رسنیو څانګې مسؤل کې رسنیو ته وویل چې دواړه لوبغاړي وروسته له هغې د لوبډلې ګوښه شول چې دواړو لوبغاړو د خپلې کورنۍ غړو سره پداسې حال کې لیدلي چې د کرونا ټیسټونه یې مثبت راغلي دي.

ټاکل شوي ده چې د دواړو لوبغاړو په نه شتون کې به جویلورډ ګومبي او ډیون مایرز د زمبابوې لوبډلې سره یوځای شي او خپله لومړۍ نړیواله ټیسټ سیالۍ به ترسره کړه.

د راپورو له مخې د لوبډلمشر شان ویلیمز په نه شتون کې به د نوموړي دنده اوس برینډن ټایلر پرمخ یوسي او د لوبډلې رهبري «لوبډلمشري» به وکړي.

ټاکل شوې ده چې د بنګله دیش او زمبابوې ترمنځ یواځینۍ ټیسټ لوبه نن د جولاۍ ۷ نېټه د افغانستان په وخت غرمه ۱۲:۰۰ بجې پیل شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې