ریکارډونهنړیوال کریکټ

د جیمز انډرسن لخوا د پاکستاني چټک توپ اچونکي وسیم اکرم د کالونو پخوا ریکارډ ماتېدونکی دی.

انګلستاني چټک توپ اچونکي «جیميز انډرسن» د فرسټ کلاس «لومړي درجه» کرکټ سیالیو کې ۱۰۰۰ ویکټې ترلاسه کړې.

د راپورونو له مخې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ۳۸ کلن چټک توپ اچونکي جیمز انډرسن په کاونټي سیالۍ کې د لنکاشیر په نمایندګۍ کې د کینټ پر وړاندې د ۷ لوبغاړو سوځولو وروسته دغه کارنامه ثبت کړه.

جیمي انډرسن د کینټ خلاف اننګز کې اوه لوبغاړي پویلین ته ولیږل او د زره ویکټو اخیستو لومړی توپ اچونکی حساب شو.

چټک توپ اچونکي جیمز انډرسن په نړیوالو ټیسټ سیالیو کې د «۶۱۷» ویکټو اخیستو ویاړ لري.

د روان کال په مارچ میاشت کې جیمز انډرسن د نړۍ دریم چټک توپ اچوونکی شو چې په نړیوال کرکټ درې واړه فارمټونو کې یې «۹۰۰» ویکټې ترلاسه کوي، په عمومي توګه شپږم توپ اچونکی وشمیرل شو.

د جیمز انډرسن تر مخه د پاکستان چټک توپ اچونکي «وسیم اکرم» استرالیاوي ګلېن مک ګراټ ، سریلانکایي مرلي دران ، استرالیاوي شین وارن او هندي انیل کمبلې هغه لوبغاړي دي چې د نړیوال کرکټ درې واړه فارمټو کې یې تر «۹۰۰» زیات لوبغاړي سوځولي دي.

د اسټرالیا پخواني چټک توپ اچونکي ګیلن مک ګرات «۹۴۹» ویکټې اخیستې دي، په داسې حال کې چې پاکستاني چټک توپ اچونکي وسیم اکرم «۹۱۶» ویکټې ترلاسه کړي دي.

په ورو توپ اچونکو کې بیا سریلانکایي مرالي دران «۱۳۴۷» استرالیاوي شین وارن «۱۰۰۱» او هندي انیل کمبلې ۹۵۶ ویکټې ترلاسه کړي دي.

جیمز انډرسن که راتلونکي درې واړه فارمټو کې تر ۱۶ زیاتې ویکټې ترلاسه کړي نو د وسیم اکرام د کالونو پخوا ریکارډ به مات کړي.

ټاکل شوي ده چې انګلستان په خپل کوربتوب د هندوستان خلاف د پنځو ټیسټ سیالیو لړۍ ترسره کړي چې ممکن د وسیم اکرم ریکارډ همدغه لړۍ کې د جیمز انډرسن لخوا مات کړل شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې