دلوبغاړو په اړه

اصغر افغان هم راشدخان ته د کپتانۍ مبارکي ورکړې

افغانستان کرکټ بورډ تیره ورځ د شل اوریزو لوبو لپاره راشدخان د کرکټ ملي لوبډلې نوی کپتان اعلان کړ.

د نوموړي ټاکل کیدو سره سم د نړۍ او افغانستان مشهورو کرکټرانو راشدخان ته د نوي دندې مبارکي ورکړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان اصغر افغان هم راشدخان ته د کپتانۍ مبارکي ورکړې او هغه ته یې د بریالیتوب غوښتنه کړي ده.

اصغر افغان زیاتوي،چې راشدخان د ملي لوبډلې یو بهترین لوبغاړی پاتي شوی او د نوموړي په شتون ک افغان کرکټ ملي لوبډلې ډیرې بریاوې لاسته راوړي.

اصغر افغان هیله څرګنده کړه،چې راشدخان به په کپتانۍ کې هم خپلې بریاوې جاري وساتي.

هغه وویل:”ډیر قدرمن ملګري او غښتلي ملي اتل راشدخان ته دې د شل آوریزې ملي لوبډلې د کپتانۍ اعزاز مبارک وي.

راشدخان نه تنها ددې هیواد بلکې د نړۍ له غوره لوبغاړو شمیرل کیږي او ګران هیواد ته یې بې شمیره ویاړونه راوړي دي.

که خدای کول د نوموړي تر کپتانۍ لاندې به د ګران افغانستان د بریاوو لړۍ همداسې روانه او مداومه وي.”

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې