لیګونهمقالې

پي ایس ایل لوبډلو د کشمیر لیګ په پیلیدو غبرګون ښکاره کړ.

د پاکستان سوپر لیګ لوبډلو مالکینو د کشمیر پریمیر لیګ د پیلیدو سره مخالفت ښودلی دی او ددغه لیګ د لغوه کولو غوښتنه یې کړي ده.

د پاکستان سوپر لیګ لوبډلو مالکینو پاکستان کرکټ بورډ ته یو لیکلی لیک هم استولی دی او په هغې کې یې خپلې انديښنې ورته ښکاره کړي دي.

د پي ایس ایل د لوبډلو خاوندانو په وینا د کشمیر لیګ پیلیدل د دوی سپانسرشيپ او همداشان پي ایس ایل ته زیان رسولی شي او له همدې کبله د یاد لیګ د پیلیدو سره مخالفت ښيي.

پاکستان کرکټ بورډ د شنبې په ورځ د کشمیر پریمیر لیګ نوي لیګ ته په رسمي ډول اجازه ورکړې او د تیرې شنبې په ورځ ورته نیلامي هم ترسره شوه.

لومړیو کې ویل کیدل چې په یاد لیګ کې به یوازې د پاکستان داخلي او ملي لوبغاړي برخه ولري،خو اوس معلومه شوې چې په یاد لیګ کې به ځینې خارجي لوبغاړي هم شتون ولري.

کشمیر پریمیر لیګ شل اوریزې سیالۍ به د اګسټ میاشتې په شپږمه نېټه پیل چې د اګسټ تر ۱۶مې به دوام وکړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې