مقالېنړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ بورډ د یونس خان له استفاء وروسته د ملي لوبډلې لپاره موقتي بیټینګ روزونکی اعلان کړ.

د پاکستان کرکټ بورډ «پي سي بي» پرېکړه کړې چې د یونس خان ځای ناستی لپاره سمدلاسه د بیټینګ «توپ وهنې» نوی دایمي روزونکی و نه ټاکي، خو پرځای یې موقتي روزونکی اعلان کړ.

یونس خان د انګلستان سفر نه مخکې د پاکستان کرکټ بورډ سره د اختلافاتو له امله استعفی ورکړې وه، د پاکستان ویب پاڼې ایکسپریس نیوز په وینا چې پاکستان کرکټ بورډ پرېکړه کړې چې د توپ وهنې روزنکی د ملي لوبډلې اوسني مشر روزونکي «مصباح الحق» پر مخ یوسي، د منیجر او توپ وهنې مرستیال روزونکي دنده به «شاهد اسلم» ته ورکړل شي.

شاهد اسلم به د انګلستان پروړاندې سیریز کې د توپ وهنې نیمګړتیاوې اصلاح کولو کې مرسته وکړي، اوسمهال د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره د توپ وهنې روزونکی شتون نلري.

له بلې خوا به د پاکستان پخوانی کریکټر محمد یوسف د ټیسټ لوبډلې په کیمپ کې له توپ اچوونکو سره کار وکړي په انګلستان کې له سفر وروسته به د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د پنځو شل اوریزه او دوه ټیسټ سیالیو لړۍ د جولاۍ او اګست په میاشت کې ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې