دلوبغاړو په اړه

راشدخان د ګلف لوبې ویډیو ته د کیون پېټرسن غبرګون

راشدخان چې اوسهمال په انګلستان هیواد کې دی او نوموړی به د قرنطین وروسته د ساسکس لوبډلې سره په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې یو ځای شي. د یو څو لوبو وروسته به بیا سل بالیزه سیالیو کې برخه واخلي.

نوموړی د قرنطین په موده کې زیاتره وخت د مینه والو سره ګپ شپ او همداشان په تمریناتو تیروي.

نوموړي پدې وروستیو کې پخپل انسټګرام یوه ویډیو خپاره کړې او نوموړی پکې لیدل کیږي چې ګلف لوبه کوي.خو نوموړی د ګلف لوبې توپ هم هم د کرکټ د شاټ په څیر هغه هم د هیلوکپټر شاټ سره وهي.

د نوموړي دغه شاټ ته کیون پېترسن هم خپل عکس العمل ښکاره کړئ او راشدخان ته یې لیکلي چې په بل انداز دا وهل کیږي.

راشدخان یې هم بیا په خندا سره ځواب ورکړئ چې پدې برخه کې بیا ماته درس راکړه.

د نوموړي د ګلف په توپ د هیلو کپټر شاټ ډیریو کرکټرانو د خندا سټیکرې هم کارولي.

راشدخان د نړۍ یو مخکښ او زیات شهرت لرونکی لوبغاړی دی او زیاتره کرکټران ورته ډیر احترام هم لري.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې