افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

بل اخیره د ملې لوبډلي لپاره د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر وټاکل شو

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلي ځوان او پیاوړی سلو توپ اچونکي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلي لپاره د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر وټاکل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپل رسمي فیسبوک پاڼي دا خبر خپور کړي دي،،راشد خان د ملي لوبډلې د شل اوریزه لوبو د لوبډلمشر او نجیب الله ځدراڼ د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکل شول.
راشد خان د کرکټ د نړۍ نامتو او پېژندل شوی لوبغاړی دی چې د هغه تجربو، کاکرده ګۍ او همدارنګه د نوموړي په تېرو کلنو کې د مشرولۍ وړتیا ته په کتو، د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه له لوري چې په راس کې یې عمومي مشر فرهان یوسفزي قرار لري، د نړیوالو شل اوریزه لوبو د لوبډلمشر په توګه انتخاب شو،،

،،د یادونې وړ ده چې په راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام لوبو کې افغانستان د انګلستان، هندوستان او سویلي افریقا لوبډلو سره په (B) ګروپ کې ځای لري، چې د دغه ګروپ دوه نورې لوبډلې به د نړیوال جام له لومړي پړاو لوبو څخه وروسته له یاد ګروپ سره یوځای شي.

ټاکل شوې چې د شل اوریزه لوبو نړیوال جام به د روان کال په اکټوبر میاشت کې په عربي متحده اماراتو او عمان کې ترسره شي.،،

راشد خان ارمان پر داسي مهال د شل اوریزه لوبو لپاره لوبډلمشر ټاکل کیږي، چې څه وخت مخکې حشمت الله شهیدي د ملې لوبډلي لپاره د یو ورځينو او ټیسټ لوبو لپاره لوبډلمشر وټاکل شو.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې