بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

د پاکستان خلاف سیالۍ یې تر شک لاندې راغلې، د انګلستان لوبډلې ۷ غړي په کرونا وایروس اخته شول

تازه داسي راپورونه ورکړل شوي دي، چې د انګلستان کرکټ ملې لوبډلي ۳ تنه لوبغاړي او ۴ تنه کارکونکي یې په کرونا ویروس اخته شوي دي، چې ورسره سم یاد کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندي د بین سټوکس په لوبډلمشرۍ کې نوی لوبډله اعلان کړه.

یاد لوبغاړي او کارکونکي به د انګلستان د حکومت د قانون سره سم د قرنطین ورځي تېروي او بیا بیرته کرکټ ته راګزځي.

انګلستان لوبډلي سکواډ:

بین سټوکس لوبډلمشر، جیک بال، ډینی بریګس، براډن کارسي، زیک کرولي، بین ډکیټ، لیوس ګریګوري، ټام هیلم، ویل جیکس، ډین لارنس، ثاقب محمود، داوید مالان، کریګ اوورټن، میټ پارکنسن، ډیویډ پاین، فیل سالټ، جان سمپسن او جیمز وین شامل لوبغاړي دي.

د انګلستان کرکټ ملې لوبډلي درې تنه لوبغاړي پرداسی مهال په کرونا ویروس اخته کیږي، چې دا لوبډله ۲ ورځي وروسته د پاکستان سره د یو ورځنیو لوبو سریز پېلوي، لومړي یو ورځنۍ لوبه به د جولای میاشتې په ۸ مه، دوهمه په لسمه او دریېمه هغه یې په ۱۳مه نېټه ترسره کیږي.

له هغه وروسته به د دې دوو لوبډلو ترمنځ د دریېو شل اوریزه لوبو سریز پېل شي، لومړۍ شل اوریزه لوبه د د جولای میاشتې په ۱۶مه، دوهمه په ۱۸مه او ورستۍ شل اوریزه لوبه د جولای میاشتې په ۲۰مه نېټه ترسره کیږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې