لیګونهمقالې

د هندوستان غوره لیګ راتلونکی فصل او ورسره زیات شمېر نوي نوښتونه را منځته شوي دي.

پداسې حال کې چې د هندوستان غوره لیګ «ای پي ایل» د ۲۰۲۱م کال پړاو لا نه دی ترسره شوی، په هند کې د کرکټ کنټرول بورډ «بي سي سي ای» د راتلونکي فصل لپاره چمتووالی پیل کړی.

د ۲۰۲۲م کال هند غوره لیګ خورا ډیر اهمیت لري ځکه چې دا ځل به ډیری بدلونونو او نوښتونه ولري، پشمول د ټورنامینټ ۸ لوبډلو په ځای د لسو لوبډلو ګډون.

د هند کرکټ کنټرول بورډ د نوي پریکړې له مخې چې راتلونکي ۲۰۲۲م کال کې به د ۸ لوبډلو پرځای «۱۰» لوبډلې ګډون وکړي چې ورسره به د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو د رانیولو شمېر هم زیات شي.

لدې وړاندې په ۲۰۱۱م کال هند غوره لیګ کې هم «۱۰» لوبډلو ګډون کړی وو، پداسې حال کې چې ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴م کالونو کې بیا «۹» لوبډلې ګډون وکړ، خو د ۲۰۱۴ م کال وروسته په پرلپسې ډول «۸» لوبډلې ګډون کوي.

دا به دې ۲۰۱۱ م کال وروسته لومړی ځل وي چې د هندوستان غوره لیګ په سیالیو کې «۱۰» لوبډلې ګډون کوي.

هندوستان غوره لیګ چې د نړۍ یو له مشهورو لیګونو څخه شمیرل کیږي، سر له اوسه یې زیات شمېر شرکتونو د لوبډلو پیرلو لیوالیتا ښودلې ده.

د ټایمز آف انډیا په وینا چې د نوي لوبډلو لپاره د اوطلبۍ سند به د اګست په نیمایي کې خپور شي، او د لازمي رسمي مراحلو وروسته به د اوطلبۍ لپاره د اکتوبر په نیمایي کې وړاندې شي.

دا د ترڅنګ د لوبغاړو ساتل هم نهایی شوي دي، د معلوماتو له مخې چې هره لوبډله ته به اجازه ورکړل شي چې څلور لوبغاړي له ځان سره وساتي، مګر د لاندې شرایطو سره: دوی کولی شي درې هندي او یو بهرنی لوبغاړی یا دوه هندي او دوه بهرني لوبغاړي له ځان سره وساتي.

د ټایمز اف انډیا راپور له مخې چې د ۲۰۲۲م کال هند غوره لیګ د لوبغاړو نیلامي به د روان کال اخره ډسمبر میاشت کې ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې