دلوبغاړو په اړهمقالې

د افغان کرکټ بورډ لخوا دوهم تمریناتي کمپ کې د اضغر افغان او نجیب ځدراڼ نه ستون علت معلوم شو.

د افغان کرکټ بورډ لخوا د افغانستان راتلونکي سیالیو لپاره موده وړاندې ۱۸ ورځنۍ کمپ په لار اچول شوی وو چې د پای رسېدو سره یې هم د لوبغاړو مشخص نوملړ اعلان شو.

د افغان کرکټ بورډ لخوا یوځل بیا د ۲۸ لوبغاړو تمریناتي کمپ اعلان شو چې د جولاۍ ۶ مې څخه به د جولاۍ تر ۱۷ مې نېټې دوام وکړي.

د کرکټ مینه والو او رسنیو بار بار شکایت وروسته داځل افغان کرکټ بورډ د ۲۸ لوبغاړو نوملړ د کمپ تر پیلیدو وړاندې اعلان کړ، په دوهم تریناتي کمپ کې د اضغر افغان او نجیب ځدراڼ سربېره ډیری نور ملي لوبغاړي هم شتون نلري چې تر ډېره د کورني کرکټ ځلانده لوبغاړو ته موقع ورکړل شوي ده.

د راپورونو له مخې چې اضغر افغان تر هغې په کوم کمپ یا سیالۍ کې ګډون نشي کولای شې ډیسیپلین کمېټې په اړه وروستۍ پریکړه نه وي کړي.

په اضغر افغان تور دی چې د زمبابوې خلاف لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې یې قصدً غلطې پریکړې وکړې چې د افغان ملي لوبډلې د ماتې لامل وګرځېدې.

د نجیب الله ځدراڼ نه ګډون علت د نوموړي ټپ په ګوته شوی دی، د معلوماتو له مخې چې نجیب الله ځدراڼ ته د پښې ټپ له امله د ډاکټرانو لخوا د څلورو اونیو لپاره استراعت ورکړی چې په کمپ کې به ګډون ونشي کولای.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې