نړیوال کریکټ

داسي لوبه، چې د ۹۹ میلیونه کسانو له لوري په ژوندۍ بڼه کتل شوې!

د هندوستان او نیورزلینډ کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۱ ټیسټ اتلولۍ جام پایلوبه د جون په ۱۸مه نېټه ترسره شوه، چې یاده لوبه له ۲۰۱۸ کال څخه راوروسته د ډېرو لېدونکو تاریخ جوړ کړ.

یاده لوبه په ژوندۍ بڼه د ۹۹ میلیونه کسانو له لوري کتل شوې له ۲۰۱۸ کال څخه راوروسته دا د ټیسټ اتلولۍ جام پایلوبه کې تر ټولو ډېر کتونکي دي، چې یاده لوبه یې لري، یاده لوبه په دې خاطر د تلویزیون له لاري په ژوندۍ بڼه کتل شوې، چې په لوبغالي کې، ننداره کونکو ته د نژدې څخه  د ليدو اجازه د کرونا ویروس په خاطر نه ورکول کېدل.

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي وې، چې په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې وې.

ددې سیالیو د جدول په لومړي ځای کې هند، دویم ځای کې نیوزیلنډ، درېیم ځای کې اسټرالیا، څلورم ځای کې انګلستان، پنځم ځای کې پاکستان، شپږم ځای کې ویسټ انډیز، اووم ځای کې سویلي افریقا، اتم ځای کې سریلانکا او نهم ځای کې بیا بنګله دېش لوبډلې شتون درلود.

ددې جام پایلوبه؛ ځکه د هند او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ددې سیالیو په جدول کې هند او نیوزیلنډ هیوادونه ترټولو مخکې وه، او نیوزلینډ د اتو ویکټو په توپیر هندوستان ته ماته ورکړه او دا جام یې په خپل نوم کړ.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې