بهرني لوبغاړيریکارډونه

جیمز انډرسن په فرسټ کلاس لوبو کې نوي ریکارډ ته ځان ورسوی

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلي لوبغاړي جیمز انډرسن په فرسټ کلاس لوبو کې نوی ریکارډ خپل کړ.

دا لوبغاړی وتوانېدی، چې په فرسټ کلاس لوبو کې ۱۰۰۰ ویکټي بشپړي کړي، انډرسن دې ریکارډ ته په خپله ۲۶۱ مه لوبه کې، چې پرون یې د انګلستان په اکاونټی کورنیو سیالیو د لنکاشایر لوبډلي پر وړاندي کوله ځان ورسوی.

په یادو لوبو کې تر دې دمه پوري روډیس لوبغاړی دجدول په سر کې شتون لري، هغه په ۱۱۱۰ فرسټ کلاس لوبو کې ۴۲۰۴ ویکټي اخستي دي، دوهم ځای کې پریمن د ۵۹۲ لوبو په کولو سره ۳۷۷۶ لوبغاړي سوځولي دي.

بل لور ته انډرسن تر اوسه پوری ۱۶۲ ټیسټ لوبي ترسره کړي دي، چې په دې لوبو کې یې ۶۱۷ لوبغاړي سوځولي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې