افغانستان کریکټمقالې

ایا پوهیږئ، پنځوس اوریزه لوبو په لومړیو لسو اورونو کې افغانستان په هر اور کې څو منډي کوي؟

پنځوس اوریزه لوبه د کرکټ یو فارمټ دی، چې په دې فارمټ کې زیاتې لوبډلي قوي دي، چې له ډلي یې په دې ورستیو کې افغانستان ملې لوبډله هم شمېرلایسو.

موږ دلته دې لیکنه کې د افغانستان په شمول پنځه هغه لوبډلي درپېژنو، چې له ۲۰۱۹ کال څخه راوروسته یې یو ورځنیو لوبو کې په لومړیو لسو اورنو کې په هر اور کې زیاتې منډي جوړي کړي دي.

لومړي ځای کې د انګلستان کرکټ ملې لوبډله ده، چې له ۲۰۱۹ کال څخه راوروسته یې په یوورځنیو لوبو کې په هر اور کې ۵.۷۸ منډي جوړي کړي دي، دوهم ځای کې د هندوستان کرکټ ملې لوبډله ده، چې په هر اور کې یې ۵.۲۹ منډي جوړي کړي دي.

نیوزلینډ کرکټ ملې لوبډله د جدول په څلورم ځای کې شتون لري، دې لوبډلي په هر اور کې ۵.۰۷ منډي جوړي کړي د، څلورم ځای کې اسټرالیا کرکټ ملې لوبډله شتون لري دې لوبډلي په هر اور کې ۵.۰۳ منډي جوړي کړي دي.

او افغانستان کرکټ ملې لوبډلي له ۲۰۱۹ کال څخه راوروسته بیا تر اوسه په پنځوس اوریزه لوبو کې په لومړیو لسو اورونو کې په هر اور کې ۴.۵۸ منډي جوړي کړي دي او د جدول په اتم ځای کې شتون لري.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې