لیګونه

لومړی پړاو کشمیر پریمر لیګ پیلیږي چې د انضمام الحق، دلکرتني دلشان او هرشل ګیبز تر څنګ پکې نور مشهور لوبغاړي ګډون کوي.

ټاکل شوې ده چې روان کال د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د کرکټ لومړی پړاو «کشمیر پریمر لیک» سیالۍ د مشهورو لوبغاړو په شتون کې پیل شي.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر احسان ماني ژمنه کړې وه چې تر خپلې وسې به کوشش وکړي تر څو کشمیر کې د کرکټ سیالۍ ترسره کړي او د کرکټ مینه وال خپل لوبغاړي او سیالۍ له نږدې ننداره کړي.

د پاکستان کرکټ بورډ په مرسته کشمیر کې په لومړي ځل د کرکټ لیګ «کې پي ایل» یا کشمیر پریمر لیګ پیلیږي چې د پاکستان لوبغاړو ترڅنګ به یو شمیر بهرني لوبغاړي هم په یاد لیک ولوبیږي

ټاکل شوې ده چې کشمیر پریمر لیګ به روان کال د اګست میاشتې په ۶ مه نېټه پیل شي چې د همدغه اګست په ۱۶ مه نېټه به پای ته ورسیږي.

په دغه لیګ به د پاکستان مشهورو لوبغاړو ترڅنګ هرشل ګیبز او تلکرتني دلشان هم ګډون وکړي چې د لیګ ټولې سیالۍ به د کشمیر په مظفر اباد کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې